Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

لوی درستیز قاري فصېح‌الدین فطرت لوګر ته سفر کړی.
۸ اسد ۱۴۰۴

لوی درستیز قاري فصېح‌الدین فطرت لوګر ته سفر کړی.



 د وسله‌وال پوځ لوي درستېز قاري فصېح‌الدین فطرت لوګر ته د یوه سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له ملکي او نظامي مسوولانو سره لیدلي دي.

د لوګر والي ویاند صدیق احمدصدیقي رسنیو ته وویل چې د لوی درستیز د سفر موخه د دغه ولایت له والي او چارواکو سره د لیدنې ترڅنګ د ملکي او نظامي ادارو ترمنځ همغږي رامنځته کول دي.

هغه همدارنګه وویل، لوګر والي قاري صلاح‌الدین ایوبي په دغه لېدنه کې لوی درستیز ته ډاډ ورکړی چې یاد ولایت کې د ملکي او نظامي ادارو مسوولانو ترمنځ غوره هغمږي شتون لري او ولسونه له نظامي او ملکي ادارو بشپړ ملاتړ لري.

هېره دې نه وي چې لوي درستیز لوګر ته د خپل سفر په ترڅ کې له یوشمېر سیمو هم لېدنه کړې ده.

مطالب

لوی درستیز قاري فصېح‌الدین فطرت
لوګر ته سفر کړی

دا خبر نورو سره شریک کړئ