فاریاب کې د نجونو یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوه.
فاریاب کې ځايي سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې د نجونو یوه ښوونځي ته د ودانۍ په جوړېدو سره د سلګونه نجونو لپاره د زدهکړو خوندي چاپېریال برابر شو.
د یادونې ده، پرون (یکشنبه) مازدیګر د دغه ولایت په المار ولسوالۍ کې د «ایتي اروق» په نوم د نجونو د لومړني ښوونځي ودانۍ چې د ۲۲ میلیون افغانیو په لګښت د «دارت» موسسې له لوري د ناروې هېواد په مالي مرسته جوړه شوې، ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د فاریاب د پوهنې رییس مولوي حمیدالله ارشاد وویل، د یادې ودانۍ ګټې اخیستنې ته په سپارل کېدو سره پر یو وخت ۴۵۰ زدهکوونکو ته د زدهکړو خوندي چاپېریال برابر شو.
هغه زیاته کړه، ښوونځی د راتلونکو نسلونو د تعلیم او تعلم ځای دی څو زدهکړې وکړي او ټولنې ته د دیني عالم، انجنیر، ډاکټر او یا فني او مسلکي کس په توګه وړاندې شي.
ورته مهال، فارياب کې د دارت موسسې مسوول انجنیر سیفالدین مرادي وویل، یاد ښوونځی په نړۍوالو معیارونو برابر جوړ شوی، ۱۳ درسي ټولګي، اداري څانګه، لابراتوارخونه، د ساتونکي خونه، د اوبو څاه، احاطوي دېوال، د ماشومانو د لوبو میدان، مېزونه او چوکۍ، موبل او فرنېچر لري او دغهراز د سولري برېښنا سیسټم هم لري.
د سیمې یوه اوسېدونکي داملا نورالدین د نجونو د دغه ښوونځي پر جوړېدو او پرانیستل کېدو خوښي څرګنده کړه ویې ویل، اولادونو یې پخوا په ډېرو ستونزو تر خېمو او سره لمر لاندې زدهکړې کولې.