Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

ډونالډ ټرمپ: پر ایران برید ځنډول شوی.
۲۹ ثور ۱۴۰۵

ډونالډ ټرمپ: پر ایران برید ځنډول شوی.

د امریکا ولسمشر ډوناډ ټرمپ وايي، د خلیج متحدانو په غوښتنه یې پر ایران برید ځنډولی.

د راپورونو پر اساس، ټرمپ ویلي چې اوس ایراني لوري سره خبرې روانې دي او د برید پلان د قطر، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو په غوښتنه ځنډول شوی.

هغه تېره ورځ هم ویلي وو، امریکا د ایران له لوري د نوي وړاندیز په تمه ده، خو که تهران مناسب وړاندیز وړاندې نه‌کړي، واشنګټن به داسې برید وکړي چې تر دې مخکې یې ساری نه وي لیدل شوی.

د یادونې ده چې د امریکا ولسمشر تېرو څو ورځو کې څو ځله پر ایران د بیا برید کولو خبرداری ورکړی او ویلي وو، د ایران لپاره بدې ورځې راتلونکې دي.

ورته وخت کې د ایران ولسمشر مسعود پیزشکیان ویلي،  مذاکرات د تسلیمۍ مانا نه لري او تهران د وقار، واک او د ملت د حقونو ساتنې لپاره خبرو ته لومړيتوب ورکوي.

مطالب

ډونالډ ټرمپ
پر ایران برید ځنډول شوی

دا خبر نورو سره شریک کړئ