Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د واورې ورښت له امله له دوو ولایتونو سره د غور لویې لارې تړل شوي
۳۰ جدی ۱۴۰۳

د واورې ورښت له امله له دوو ولایتونو سره د غور لویې لارې تړل شوي

د غور محلي مسوولان وايي چې د بېګاه شپې واورې ورښت له امله د غور-کابل او غور-هرات لویې لارې د ټرافیک پرمخ وتړل شوې.

د یاد ولایت د ټولګټو رییس عبدالکریم ابوشعیب وايي: «د غور-کابل لویه لاره د بامیان د بکک بند سیمه او د غور-هرات لویه لاره د بېګاه شپې سختې واورې له امله د هر ډول تګ‌راتګ پرمخ تړل شوې.»

هغه زیاتوي چې ګومارل شوي ټیمونه هڅه کوي، څو دغه لویې لارې هر څه ژر بېرته پرانیزي.

له نورو ولایتونو سره د غور لویې لارې د ژمي پرمهال د ورښتونو له امله د تګ‌راتګ لپاره ستونزمنې لارې ګڼل کېږي چې ډېری وخت تړلې وي.

هېواد کې د ژمي پرمهال ډېری سړې سیمې د واورې ورښت له امله تړل کېږي او وخت ناوخت پر یادو لارو د تلونکو مسافرو ژوند هم له ګواښ سره مخ کوي.

د ټولګټو وزارت او اړوند ادارې په وار وار د ژمي پرمهال د لویو لارو له مسافرو او هغو سیمو کې چې ډېره واوره کېږي، غوښتنه کړې چې د خوندیتابه لپاره له ځان سره ګرمې جامې او نور اړین توکي ولري.

همداراز موټرچلوونکو ته هم سپارښتنه کوي چې د موټرو تګ‌راتګ لپاره هم چین او نور وسایل له ځان سره ولري.

مطالب

د غور محلي مسوولان
واورې ورښت

دا خبر نورو سره شریک کړئ