Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

ننګرهار کې د خونو چتونو لوېدو پېښې؛ یو کس مړ او شپږ نور ټپیان شوي.
۱۰ حمل ۱۴۰۵

ننګرهار کې د خونو چتونو لوېدو پېښې؛ یو کس مړ او شپږ نور ټپیان شوي.

 د ننګرهار امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په غني‌خېلو او نازیانو ولسوالیو کې د دوو کورونو د خونو چتونو لوېدو له امله یوې ښځې ژوند له لاسه ورکړی او شپږ نور کسان ټپیان شوي دي.

د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه تېره شپه د غني‌خېلو ولسوالۍ اړوند د ۲۵مې ویالې سیمه کې شوې ده.

سرچینه زیاتوي چې په دې پېښه کې یوې ښځې ژوند له لاسه ورکړی او څلور نور کسان ټپيان شوي دي.

خبرپاڼه کې دغه‌راز راغلي چې د نازیانو ولسوالۍ په لنډۍ سیمه کې هم د یوه کور د خونې چت لوېدلی چې له امله یې دوه کسان ټپيان شوي دي.

سرچینې لیکلي، د پېښو له رامنځته کېدو سره سم امنیتي مسوولین سیمو ته رسېدلي او ټپیان یې د درملنې په موخه نږدې روغتیايي مرکزونو ته لېږدولي دي.

مطالب

ننګرهار کې د خونو چتونو لوېدو پېښې
یو کس مړ او شپږ نور ټپیان شوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ