Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه غونډه کوي.
۱۰ حوت ۱۴۰۴

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه غونډه کوي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي دفتر (یوناما) اعلان کړی چې د دغه سازمان د امنیت شورا به د روان کال د مارچ په نهمه د افغانستان په اړه غونډه ترسره کوي.

یوناما نن (یک‌شنبه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا به دغه‌راز د مارچ په ۱۷مه د دې ادارې د ماموریت په اړه بحث وکړي.

د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي دفتر (یوناما) د دغو غونډو په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.

مطالب

د ملګرو ملتونو امنیت شورا
د افغانستان په اړه غونډه کوي.

دا خبر نورو سره شریک کړئ