Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د افغانستان کېک‌بوکسېنګ ملي فدراسیون د دې برخې د نړۍوال فدراسیون غړی شو.
۱۷ جدی ۱۴۰۴

د افغانستان کېک‌بوکسېنګ ملي فدراسیون د دې برخې د نړۍوال فدراسیون غړی شو.

د افغانستان د المپیک، بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست وایي چې د افغانستان کېک‌بوکسېنګ ملي فدراسیون د دې برخې د نړۍوال فدراسیون غړیتوب تر لاسه کړ.

د المپیک، بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، د کېک‌بوکسېنګ نړۍوال فدراسیون له لوري د افغانستان کېک بوکسېنګ ملي فدراسیون د کېک‌بوکسېنګ نړۍوال فدراسیون غړیتوب تر لاسه کړ او محمد شیر هاشمي یې رییس وټاکل شو.

سرچینه زیاتوي چې له تېرو څه باندې دوو لسیزو د افغانستان کېک بوکسېنګ ملي فدراسیون د کېک‌بوکسېنګ نړۍوال فدراسیون عضویت نه درلود او وخت نا وخت به د دغې برخې لوبغاړي د مناسبو امکاناتو او بودیجې د نشتون له امله له بهرنیو سفرونو محرومېدل.

مطالب

د افغانستان کېک‌بوکسېنګ ملي فدراسیون
د دې برخې د نړۍوال فدراسیون غړی شو

دا خبر نورو سره شریک کړئ