Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله نن له هند سره دویمه شل‌اوریزه لوبه ترسره کوي.
۲۴ سنبله ۱۴۰۵

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله نن له هند سره دویمه شل‌اوریزه لوبه ترسره کوي.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د درېیو شل‌اوریزو نړۍوالو لوبو په لړ کې نن له هند سره خپله دویمه لوبه ترسره کوي.

د افغانستان کرکټ بورډ ویلي چې افغان لوبډله د درېیو شل‌اوریزو نړۍوالو سیالیو په روانه لوبلړۍ کې نن د دویمې لوبې موخه د هند کرکټ ملي لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډکر ته ښکته کېږي.

 دغه لوبه د افغانستان پر وخت ماښام شپږنیمې بجې د ډيلي په ارون جېټلي کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي.

همدارنګه دغه شل‌اوریزه لوبلړۍ د افغانستان په کوربه‌توب په هند کې ترسره کېږي.

د یادونې وړ ده، په دغو سیالیو کې افغانستان خپله لومړۍ لوبه هند ته بایللې ده.

مطالب

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله نن له هند سره
دویمه شل‌اوریزه لوبه ترسره کوي.

دا خبر نورو سره شریک کړئ