ویرات کوهلي له ټسټ سیالیو سره مخه ښه وکړه.
د هند کرېکټ ملي لوبډلې پیاوړي لوبغاړي او نړیوال ستوري ویرات کوهلي له تسټ سیالیو سره مخه ښه وکړه.
ویرات کوهلي د ۱۴ کلونو پرمهال د هند لپاره په ۱۲۳ سیالیو کې لوبې وکړې چې په تولیزه توګه یې، دې سیالیو کې د خپلې لوبډلې لپاره ۹۲۳۰ منډې وکړې.
نوموړي همداراز په ۶۸ ټسټ لوبو کې د ملي لوبډلې د لوبډلمشر په توګه هم ټاکل شوی دی. په ټسټ سیالیو کې د نوموړي د منډو جوړولو اوسط ۴۶.۸۵ دی.
کوهلي نن دوشنبه، مې ۱۲مه د ټولنیزو رسنیو له لارې په یوه بیان کې له ټسټ سیالیو خپله استعفا اعلان کړه.
هغه ویلي، دا ورته ستونزمنه وه چې له ټسټ سیالیو سره مخه ښه وکړي، خو په وینا یې، هېڅکله یې، دا نهوه انګېرلې چې د کرېکټ په دې فارمټ کې به دومره مخته لاړ شي.
د هند کرېکټ ملي لوبډلې دې لوبغاړي تېرکال د شل اووره سیالیو نړیوال جام له ګټلو وروسته د هند له روهیت شرما سره یوځای له دې فارمټ هم لاس واخیست.
ویرات کوهلي د افغانستان په ګډون د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې مینهوال لري او د خپلې ښې لوبې له امله خورا نوموتی دی.