Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

یو کال کې ۱۰۰زره د سترګو ناروغانو روغتونونو ته مراجعه کړې.
۱۷ میزان ۱۴۰۴

یو کال کې ۱۰۰زره د سترګو ناروغانو روغتونونو ته مراجعه کړې.



د اکټوبر دوهمه پنجشنبه د سترګو لید نړيوالې ورځې په مناسبت د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت هم په کابل کې د “عامه پوهاوي او ښه لید” تر عنوان لاندې یوه غونډه ترسره کړه.

د دې وزارت مسوولان وايي، د غونډې موخه د سترګو ناروغیو په اړه د پوهاوي لوړول، د دغو ناروغیو پر وخت درملنه او هېواد کې د سترګو د تخصصي خدماتو ته د لاسرسي ښه‌والی دی.

هغوی زیاتوي، سره له دې چې د سترګو ناروغۍ د مخنیوي وړ دي، خو په تېر یوه کال کې شاوخوا ۱۰۰ زره د سترګو ناروغانو د ۱۹ ولایتونو څخه د درملنې لپاره روغتونونو ته مراجعه کړې.

محمد عابد طوطاخیل چې د عامې روغتیا وزارت د سترګو د خدماتو د ملي همغږۍ څانګې مشر دی، وایي چې له دې ډلې څخه د ۷۰۰۰ څخه ډېرو کسانو سترګې د کټارکټ (پرده) ستونزه لرله.

«د عامې روغتیا وزارت له تېر کال راهیسې په ۱۹ ولایتونو کې اړمنو کسانو ته تر ۱۵ زره ډېرو کسانو ته عينکې وېشلي دي. دغه وزارت پلان لري چې د روان کال تر پای پورې په هېواد کې تر ۲۰۰۰ ډېر هغه ناروغان چې د سترګو پرده لري، درملنه يې وکړي.»

د عامې روغتیا وزارت مسولان زیاتوي چې د هېواد د لرې پرتو کلیوالو سیمو د سترګو ناروغانو لپاره د روغتیایي خدمتونو ښه‌والي په موخه ګرځنده روغتیایي ټیمونه لېږل شوي.

د عامې روغتیا وزارت د خدماتو د وړاندې کولو رئیس ذبیح‌الله حارث په دې اړه زیاتوي: «د عامې روغتیا وزارت د وقایوي طب څانګه او د سترګو برخې آمریت ژمن دي چې د ګرځنده روغتیايي ټیمونو له لارې هغو سیمو ته چې د سترګو د پاملرنې خدمتونه نه لري، روغتیايي خدمات ورسوي. دا مهال درې ګرځنده روغتیايي ټیمونه چې د سترګو متخصصین هم پکې شامل دي، د افغانستان ولسوالیو او لرې پرتو سیمو ته سفر کوي او د عامه پوهاوي ترڅنګ د سترګو د کټرکت عملیات هم ترسره کوي.»

د دې وزارت مسوولان وايي چې د روغتیا نړیوال سازمان په مرسته، د روغتیایي مرکزونو د تجهیز او د تخصصي کادرونو د روزنې له لارې غواړي په ټوله هېواد کې د سترګو د ساتنې خدمات پراخ کړي.

په ورته وخت کې، د سترګو یو شمېر متخصص ډاکټران «رسنیو» ته وايي، چې ښاريان کولای شي د مناسب غذایي رژیم په مراعتولو، د لمر مستقیمې وړانګې او کیمیاوي موادو څخه د ځان ساتنې، او د موبایل د استعمال کمولو سره د سترګو له ناروغیو څخه په لومړیو پړاوونو کې ځان وژغوري.

د سترګو د ناروغیو متخصص یما غني، په دې اړه وايي: «د سترګو ناروغیو ډولونه او بڼې ډېرې دي. خلک باید مناسب او متوازن غذایی رژیم ولري، د لمر د مستقیمو وړانګو لاندې له احتیاطه کار واخلي. هغه کارګر چې په کانونو کې کار کوي، باید هڅه وکړي چې سترګې یې له کیمیاوي موادو سره مخامخ نه شي. همداراز، هغه کسان چې زیات مطالعه کوي، باید له کمپیوټر او موبایل سره لږ تماس ولري، څو د سترګو د ناروغیو د رامنځته کېدو خطر کم شي.»

سره له دې، د عامې روغتیا وزارت مسوولان وايي، دامهال په هېواد کې تر ۶۰۰ زره ډېر کسان نابینا معلولیت لري او ۱.۵ میلیون نور د لید کمزورتیا سره مخ دي.

په افغانستان کې هر کال له هرو ۲۵ زره کسانو څخه یو کس خپل لید له لاسه ورکوي.

مطالب

یو کال کې ۱۰۰زره د سترګو ناروغانو
روغتونونو ته مراجعه کړې

دا خبر نورو سره شریک کړئ