Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

لوګر کې سېلابونو شاوخوا ۳۰۰ کورونه نړولي.
۱۲ حمل ۱۴۰۵

لوګر کې سېلابونو شاوخوا ۳۰۰ کورونه نړولي.

لوګر کې وروستیو سېلابونو شاوخوا ۳۰۰ کورونه نړولي او زرګونه جریبه کرنیزې ځمکې یې زیانمنې کړي.

د لوګر د والي مرستیال مولوي محمدانور «دین‌پرور» وویل، د تېرې شپې او ورځې سختو بارانونو له امله سېلابونو شاوخوا ۳۰۰ کورونه نړولي او نږدې ۳۰۰۰ جریبه کرنیز فصلونه یې له منځه وړي.

هغه وايي، له سېلاب‌ځپلو کورنیو سره د بیړنیو مرستو د همغږۍ په موخه د بېړنۍ کمېټې غونډه جوړه شوې چې په کې د یو شمېر دولتي ادارو مسوولانو ګډون کړی وو.

نوموړی وايي، اسلامي امارت هڅه کوي چې له ټولو هېوادوالو سره مرسته وکړي.

د هغه په وینا، د لوګر د خلکو اقتصادي وضعیت ته په کتو اړتیا ده چې دې ولایت ته نورې بشري مرستې راجلبې او د طبیعي پېښو د مخنیوي لپاره لازم تدابیر ونیول شي.

په غونډه کې د سکټوري ادارو مسوولانو له مرستندویه موسسو وغوښتل چې د استنادي دېوالونو په جوړولو، د سېلابونو د خطر د کمولو او د لومړنیو مرستو په رسولو کې له اړوندو ادارو سره همغږي او همکاري وکړي.

د کمېټې غړو هم ډاډ ورکړ چې د احتمالي بېړنیو حالاتو پر وړاندې لازم چمتووالی لري.

غونډه کې پرېکړه وشوه چې د سېلاب‌ځپلو کورنیو د ملاتړ لپاره دې بېړني اقدامات ترسره او اړوندو ادارو ته لارښوونه وشوه چې د مرستو رسولو بهیر ژر تر ژره عملي کړي.

مطالب

لوګر کې سېلابونو
شاوخوا ۳۰۰ کورونه نړولي

دا خبر نورو سره شریک کړئ