د لوګر د اوبو او انرژۍ ریاست وایي، د تېر یوه کال په موده کې یې د مرکز په ګډون په یو شمېر ولسوالیو کې د اوبو مدیریت ۱۳ مهمې پروژې پلي کړي، چې ورسره زرګونه جریبه کرنیزې ځمکې خړوبې شوې او شاوخوا ۷ زره کسانو ته په مستقیم او غیرمستقیم ډول کاري فرصتونه برابر شوي دي.
د یاد ریاست سلاکار، انجنیر فضل الرحمن عمرزي پل علم کې خبریالانو ته وویل، دغه پروژې د پلعلم ښار ترڅنګ د محمدآغې، څرخ، برکي برک او خروار ولسوالیو کې عملي شوي، چې ټولیز لګښت یې څه باندې ۶۷.۵ میلیونه افغانۍ ته رسېږي.
د نوموړي په وینا، په دغو پروژو کې د خروار ولسوالۍ د اوبو ذخیروي بند د دویم لاټ ترمیم، د دوو سربندونو او دوو کانالونو اساسي جوړول، او همدارنګه د ۹ کاریزونو پاککاري او بیارغونه شامل دي. هغه زیاته کړه، د دغو پروژو په پلي کېدو سره به زرګونه هکتاره کرنیزې ځمکې په منظم ډول خړوبې شي او د سیمې د کرنیز تولید کچه به لوړه شي.