د پوهنې وزارت ۱۴۰۴ ښوونیز کال کې ۲۳۸ ښوونځي او مدارس رغولي.
د پوهنې وزارت ویاند قاري منصور احمد حمزه ویلي، دغه وزارت هڅه کوي چې د زدهکوونکو لپاره معیاري، خوندي او سالم زدهکړهییز چاپیریال برابر کړي.
هغه ویلي، د پوهنې وزارت له لوري د ۱۴۰۴ ښوونیز کال له پیل راهیسې ٢٣٨ ښوونځي او مدارس رغول شوي او ٩٧٠ بابه مدارس او ښوونځي ترمیم یا بیارغول شوي.
د هغه په وینا، د اسلامي امارت له حاکمیت څخه را په دې خوا مدارسو او ښوونځیو ته ١٣٦٨ ودانۍ جوړې شوي او ټولټال ٣٩٧٠ بابه ودانۍ ترمیم او بیارغول شوي دي.