د عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی، چې په تېرو ۶میاشتو کې د هېواد په کچه د ۴۲ زره او ۶۸۳ روږدو کسانو درملنه شوې ده. د یاد وزارت ویاند شرافت زمان امرخیل رسنیو ته ویلي، چې په درملنه شویو کسانو کې ۹۵۷ ښځې هم شاملې دي.
نوموړي زیاته کړې، چې د مخدره توکو د روږدو د درملنې مرکزونو ترڅنګ، حمایوي مرکزونه هم شته چې روږدي له درملنې وروسته د حرفې زدهکړې لپاره دې مرکزونو ته لېږل کېږي؛ په تېرو شپږو میاشتو کې ۴۲ زره ۶۸۳ روږدي درملنه شوي.
د هغه په خبره، دامهال افغانستان کې د روږدو کسانو د درملنې ۶۷ ځانګړي مرکزونه فعال دي او نږدې ۳ زره روغتیایيکارکوونکي په دې مرکزونو کې خدمات وړاندې کوي.