شپږیزه کرکټ لیګ سیالۍ؛ بند امیر مس عینک ته او بست سپینغر ته ماته ورکړه.
د شپږیزه کرکټ لیګ د لسم پړاو سیالیو په لړ کې، بند امیر لوبډلې مس عینک ته او بست لوبډلې بیا سپینغر ته ماته ورکړه.
نن د دغه لیګ دوې سیالۍ ترسره شوې؛ لومړۍ لوبه د بند امیر ښامارانو او مس عینک اتلانو ترمنځ او دویمه لوبه د بست ساتونکو او سپینغر پړانګانو ترمنځ وشوه.
په لومړۍ سیالۍ کې، مس عینک اتلانو لومړی توپوهنه وکړه او په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره یې ۱۸۷ منډې جوړې کړې.
بند امیر ښامارانو ورکړل شوی هدف د لوبې په شلم اور کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او مس عینک ته یې د شپږو وېکټو په توپیر ماتې ورکړه.