د لوګر د اوبو او انرژۍ ریاست مسوولان وایي چې د څرخ ولسوالي اړوند د «بني غجرک» په سیمه کې د کهشان د اوبو سربند پروژه چې د څه باندې ۱۴۰زره امریکايي ډالرو په لګښت جوړه شوې ده چې نن چهارشنبه، په رسمي توګه پرانېستل شوی دی.
د لوګر د اوبو او انرژۍ رییس مولوي محمداسماعیل «اخندزاده» د پروژې د پرانیستې په موخه جوړې شوې غونډې ته وویل چې دغه سربند د ملګروملتونو د خوړو او کرنې نړیوال سازمان (FAO) په مالي ملاتړ د ۱۴۳زره امریکايي ډالرو په لګښت د شپږو میاشتو په موده کې بشپړ او ګټېاخیستنې ته سپارل شوی دی.
نوموړي زیاته کړه چې دا سربند به له دې وروسته د څه باندې ۳۰۰۰ جریبه کرنیزې ځمکې د خړوبولو وړتیا ولري او د سیمې د کرنیزو چارو د پیاوړتیا، د اوبو د ښه مدیریت او د خلکو د اقتصادي وضعیت د ښهکېدو په برخه کې به مهم رول ولوبوي.
د هغه په وینا، په دې پروژه کې د ۱۴ مترو په اوږدوالي سربند، دوه کانالونه او نورې اړینې تخنیکي برخې شاملې دي او د پروژې د پليکېدو پرمهال په مستقیم او غیرمستقیم ډول شاوخوا ۳۵۰ هېوادوالو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه.
د یادې پروژې د ګټېاخیستنې په مراسمو کې د لوګر مرستیال والي الحاج مولوي محمدانور «دینپرور»، د څرخ ولسوال الحاج مولوي شیراحمد «حبیب»، د اوبو او انرژۍ رئیس، د قراردادي شرکت انجنیران او د سیمې اوسېدونکي ګډون درلود.
په ورته مهال، د لوګر مرستیال والي مولوي محمدانور «دینپرور» وویل چې دا ډول پراختیایي پروژې د اوبو د منظم مدیریت، کرنیز تولید د زیاتوالي او د سیمې د اقتصادي ودې لپاره ځانګړی اهمیت لري.
د سیمې قومي مشرانو هم د سربند له بشپړېدو خوښي څرګنده کړه او ویې ویل، چې د دې پروژې په عملي کېدو سره به زرګونه جریبه ځمکه په منظم ډول خړوبه شي او زرګونه کورنۍ به ترې مستقیمه ګټه واخلي.