Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

پاکستان د عرب سمندر د قاچاق پر ضد د ګډ سمندري ځواک مشري پر غاړه واخیسته.
۹ دلو ۱۴۰۴

پاکستان د عرب سمندر د قاچاق پر ضد د ګډ سمندري ځواک مشري پر غاړه واخیسته.

د پاکستان سمندري ځواک د ګډو سمندري ځواکونو (CMF) د ځانګړې ډلې ۱۵۰ (CTF-150) مشري پر غاړه واخیسته چې له مخې به یې، دغه ډله د عمان په خلیج، عرب سمندر او هند سمندر کې د وسلو او نشه‌یي توکو د قاچاق پر ضد مبارزه کوي.

د ګډو سمندري ځواکونو د مطبوعاتي خبرپاڼې له مخې، د قومنداني د سپارلو مراسم د ۲۰۲۶کال د جنورۍ په ۲۸مه، د بحرین په سمندري لوژستیکي اډه کې شوي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د سعودي عربستان تر قومنداني لاندې چې د ۲۰۲۵کال له اګست میاشتې پیل شوې وه، ځانګړې ډلې، له ۳۴ څخه زیات د تلاشي او څار عملیات کړي دي. د دې عملیاتو په پایله کې تر ۱۶ ټنو زیات نشه‌یي توکي نیول شوي چې نږدې دوه میلیارده ډالره ارزښت لري.

د پاکستان د سمندري ځواک قومندان، محمدیاسر طاهر بیا ویلي:«CTF-150  د سمندرونو د سولې، ثبات او نظم د ساتنې لپاره د ګډ هوډ او ګډې ژمنې څرګندونه ده».

 نوموړي زیاته کړه چې د خپلې قومنداني پرمهال به د سیمې له هېوادونو، ګډونوالو دولتونو او سمندري بنسټونو سره د همکارۍ پیاوړتیا د هغه لومړیتوب وي.

د یادونې وړ ده چې ځانګړې ډله د ګډو سمندري ځواکونو له پنځو ځانګړو ډلو څخه یوه ده. دا ډله په ۲۰۰۲کال کې جوړه شوې او اصلي ماموریت یې په عمان خلیج، عرب سمندر او هند سمندر کې د نشه‌یي توکو، ناقانونه توکو او وسلو د قاچاق مخنیوی او شنډول دي.

مطالب

پاکستان د عرب سمندر د قاچاق پر ضد
د ګډ سمندري ځواک مشري پر غاړه واخیسته.

دا خبر نورو سره شریک کړئ