Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

عباس عراقچي: د امریکايي ځواکونو د اېستلو وخت را رسېدلی.
۱۱ حمل ۱۴۰۵

عباس عراقچي: د امریکايي ځواکونو د اېستلو وخت را رسېدلی.

د ایران بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي ویلي، اوس د دې وخت را رسېدلی چې امریکايي ځواکونه له سیمې وباسي.

هغه نن سه‌شنبه حمل ۱۱ / مارچ ۳۱  پر خپله اېکسپاڼه د متحده ایالاتو د یوې (E-3) الوتکې انځور خپور کړی چې د سعودي عربستان په پرنس سلطان اډه کې د بالسټیک توغندیو په واسطه ویشتل شوې.

عباس عراقچي سعودي عربستان ته خطاب کې لیکلي: «ایران سعودي عربستان ته درناوی لري او هغه یو ورور ملت بولي. خو د هغه دښمن پر وړاندې به یې چې عربانو او ایرانیانو ته هېڅ درناوی نه‌لري او نه‌شي کولی امنیت تامین کړي، عملیات روان وي.»

ده همدارنګه لیکلي: «د دې وخت رارسېدلی چې امریکایي ځواکونه وباسو. وګورئ چې مونږ د هغوی له هوايي ځواک سره څه وکړل.»

مطالب

عباس عراقچي: د امریکايي
ځواکونو د اېستلو وخت را رسېدلی

دا خبر نورو سره شریک کړئ