لوګر خوښۍ ولسوالۍ کې ۸۰۰ بزګرانو ته اصلاحشوی د غنمو تخم او کیمیاوي سرې ووېشل شوې.
د لوګر ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست، د خوښۍ ولسوالۍ مقام او د یادې ولسوالۍ د کرنې مدیریت په همغږۍ، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان «FAO» په مالي ملاتړ، د خوښۍ ولسوالۍ ۸۰۰ تنو مستحقو بزګرانو ته اصلاحشوی د غنمو تخم او کیمیاوي سرې وېشل شوې دي.
د لوګر ولایت د والي ویاند صدیق احمد صدیقي زینت راډیو ته وویل، د یادې پروژې له مخې هر بزګر ته ۵۰ کیلوګرامه اصلاحشوی د غنمو تخم، ۵۰ کیلوګرامه سپینې کیمیاوي سرې او ۵۰ کیلوګرامه تورې کیمیاوي سرې ورکړل شوې، تر څو د کرنیزو حاصلاتو کچه لوړه او د ځمکو حاصلخېزي زیاته شي.
نوموړي زیاته کړه، چې دا مرسته د بزګرانو لپاره یوه مهمه اقتصادي پیاوړتیا ده او ډاډ یې ورکړ، چې د یادې پروژې د شفاف او اغېزمن تطبیق لپاره به له ټولو همکارو ادارو سره بشپړه همغږي روانه وساتي