د ګوزڼ پر وړاندې د واکسین کمپاین راتلونکې اوونۍ پیلېږي
زینت راډیو: د «افغانستان له ګوزڼ څخه پاک» په نوم بنسټ اعلان کړی، چې په افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو ناروغۍ پر وړاندې د واکسین د تطبیق کمپاین پیلېږي.
دغه بنسټ نن، چهارشنبه د ۲۵ سنبلې/۱۶ سپتمبر، پر «اېکس» ټولنیزه شبکه لیکلي، چې د پولیو پر وړاندې د واکسین کمپاین به د راتلونکې دوشنبې په ورځ د افغانستان په ټولو ولایتونو کې پیل شي.
د «افغانستان له ګوزڼ څخه پاک» بنسټ په وینا، د هېواد په سوېلي زون کې به د پولیو واکسین کمپاین د راتلونکې سې شنبې په ورځ پیل شي.
د ماشومانو د ګوزڼ ناروغي لا هم په افغانستان کې په بشپړه توګه له منځه نه ده تللې. د سرچینې په وینا، اسلامي امارت له تېرو څه باندې پنځو کلونو راهیسې له هېوادونو او نړیوالو بنسټونو غوښتي چې د دې ناروغۍ د له منځه وړلو په برخه کې له افغانستان سره همکاري وکړي.
تر دې وړاندې، د روغتیا نړیوال سازمان د ختیځ مدیترانې سیمهییزې مشرې حنان بلخي ویلي وو، چې د بشري مرستو او د افغانستان د روغتیايي نظام په برخه کې د اوږدمهاله پانګونې له لارې کولی شي په دغه هېواد کې د پولیو د له منځه وړلو بهیر چټک کړي.