د ننګرهار د وادي کرنیز شرکت مسوولین وایي چې د دغه شرکت د هډې فارم اړوند عبدالخېلو بلاک پر ۵۰۰ جریبه ځمکه باندې د میو کرنه پیلوي.
د یاد ولایت د وادي کرنیز شرکت رسنیز دفتر ویلي چې د دغه ولایت په هډې فارم اړوند عبدالخېلو بلاک کې پر ۵۰۰ جریبه ځمکه باندې د کروندګرو د اقتصادي پیاوړتیا او د کرنیزو محصولاتو د زیاتوالي په موخه د میو کرنه ترسره کېږي.
د مسوولینو په خبره د میو کښت سره به د سیمې لسګونو کروندګرو او کاریګرو ته د کار زمینه برابره او په توليد سره به یې بازار ته تازه او با کیفیته مۍ وړاندې شي.