Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

میدان‌وردګ کې ۳۰ روږدي کسانو درملنه شوې.
۸ اسد ۱۴۰۴

میدان‌وردګ کې ۳۰ روږدي کسانو درملنه شوې.



د میدان‌وردګ امنیه قومنداني مسوولان وایي چې د دغه ولایت له مرکز میدانښار او ولسوالیو څخه ۳۰ روږدي کسان راټول کړي او تر درملنې وروسته خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.

د میدان‌وردګ له نشه‌يي توکو سره د مدیریت مدیر حاجي سیدجان حاجي ملا  رسنیو ته وویل، دغه کسان له مرکز میدانښار او ولسوالیو څخه د امنیتي ځواکونو په همکارۍ راټول کړي وو او په پلازمېنه کابل کې تر درملنې وروسته میدانښار کې خپلو کورنیو ته وسپارل شول.

هغه وویل چې یادو کسانو تر درملنې وروسته د نشه‌يي توکو د زیانونو په اړه هم بشپړ پوهاوی ورکړل شوی  او له دغو کسانو ژمنه اخېستل شوې چې له دې وروسته به نشه‌یي توکي نه‌کاروي.

هېره دې نه‌وي چې له دې وړاندې هم د میدان‌وردګ په ګاونډ لوګر کې هم امنیتي ځواکونو لسګونه پر نشه روږدي کسان نیولي او د درملنې لپاره یې پلازمېنې کابل ته لېږدولي دي.

مطالب

میدان‌وردګ کې
۳۰ روږدي کسانو درملنه شوې

دا خبر نورو سره شریک کړئ