Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

لوګر کې اته ښوونځي بیارغول کیږي.
۳۱ جوزا ۱۴۰۵

لوګر کې اته ښوونځي بیارغول کیږي.

د لوګر د پوهنې ریاست مسؤلین وایي چې د دغه ولایت په مرکز پل‌علم او یو شمېر ولسوالیو کې د اته ښوونځیو د بیارغونې لپاره چمتووالی نیول شوی او ټاکل شوې ده چې د پوهنې وزارت او همکارو نړیوالو بنسټونو په مالي ملاتړ یې چارې پیل شي.

د لوګر د پوهنې ریاست ویاند، شاه پور عرب  زینت  راډیو ته وویل چې د یادو ښوونځیو د بیارغونې لومړنۍ تخنیکي سروې بشپړه شوې او له اړوندو اداري او تخنیکي پروسو وروسته به یې عملي چارې پیل شي.

د نوموړي په وینا، د دغو ښوونځیو ودانۍ د کلونو په تېرېدو زړې او زیانمنې شوې دي، چې بیارغونه به یې د زده‌کوونکو لپاره د زده‌کړو مناسب چاپېریال برابر او د تعلیمي خدمتونو کیفیت به ورسره ښه شي.

د لوګر د پوهنې ریاست مسؤلین ټینګار کوي چې د ښوونیزو بنسټونو د ودانیو رغول او معیاري کول د پوهنې د ودې او د زده‌کوونکو د تعلیمي اسانتیاوو د پراختیا لپاره مهم ګام ګڼل کېږي.

د یادونې وړ ده چې سروې شوي ښوونځي د لوګر ولایت په مرکز او بېلابېلو ولسوالیو کې موقعیت لري او ودانۍ یې د وخت په تېرېدو له زړېدو او تخریب سره مخ شوې دي.

مطالب

لوګر کې اته
ښوونځي بیارغول کیږي

دا خبر نورو سره شریک کړئ