Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

افغان او ایراني چارواکي د کرنې برخه کې پر دوه اړخیزو همکاریو غږېدلي.
۱۴ جدی ۱۴۰۴

افغان او ایراني چارواکي د کرنې برخه کې پر دوه اړخیزو همکاریو غږېدلي.

د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال له خپل ایراني سیال سره په لیدنه کې د اوبو د مدیریت، د عصري اوبولګولو سیسټمونو او په دې برخه کې د تجربو شریکولو په اړه خبرې کړې دي.

د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت مرستیال بازمحمد فیضان نن د ایران د جهاد او کرنې وزارت د اوبو او خاورې له مرستیال ډاکتر صفدر نیازي شهرکي سره په کتنه کې د کرنې او اوبولګولو او مالدارۍ برخو کې د دوه ‌اړخیزو همکاریو د پراختیا په اړه خبرې وکړې.

خبرپاڼه کاږي چې دواړو لورو د اوبو د مدیریت، د اوبو د سرچینو د سپما، د څاڅکي (قطره‌یي) او پاشلو اوبولګولو سیسټمونو د کارونې او پرمختللې ټکنالوجۍ برخه کې د تخنیکي تجربو د تبادلې په اړه خبرې وکړې.

سرچینه زیاته کړې، د افغانستان د کرنې وزارت مرستیال ټینګار وکړ چې د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، عصري اوبولګولو، مالدارۍ او له پولو بهر کرنې برخو کې د ایران د خصوصي سکټور د پانګونې لپاره لازمې اسانتیاوې برابروي.

هغه د اوبولګولو د عصري سیسټمونو د طرحې او تولید برخه کې له فعالو ایراني شرکتونو غوښتي چې د افغانستان په کرنیزو نندارتونونو کې ګډون او په دې برخه کې پانګونه وکړي.

له بلې خوا، د ایران د جهاد او کرنې وزارت د اوبو او خاورې مرستیال د اوبولګولو برخه کې د تجربو شریکولو، د افغانستان په کرنیزو نندارتونونو کې د ګډون، د افغاني محصولاتو د ټرانزیټ د اسانتیا او د سوداګریزو اړیکو پراخولو لپاره د خپل هېواد پر چمتووالي ټینګار کړی دی.

خبرپاڼه زیاتوي چې د دغه پروګرام په څنډه کې د افغانستان د کرنې وزارت مرستیال د اوبولګولو د سیسټمونو د نندارتون له غرفو لیدنه وکړه او د افغانستان د خصوصي سکټور استازو هم له ایرانه د هګیو د وارداتو د انحصار موضوع او همدارنګه د نطفه‌لرونکو هګیو او یو ورځنیو چرګوړو وارداتو اړتیا له ایراني لوري سره شریکه کړه.

مطالب

افغان او ایراني چارواکي د کرنې برخه کې
پر دوه اړخیزو همکاریو غږېدلي

دا خبر نورو سره شریک کړئ