ننګرهار کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست په کوربتوب د نارنج ګل کلنۍ دودیزه مېله او مشاعره ترسره شوه.
دغه مشاعره چې هر کال د پسرلي موسم په راتلو د نارنج ګل په وخت کې ترسره کېږي، سږ کال هم د زرګونه هېوادوالو، مسوولینو او شاعرانو په ګډون جوړه شوه.
د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رییس وايي، چې پرونۍ مشاعره کې د کوزې پښتونخوا شاعرانو او مینوالو ګډون هم پکې زیات وو.
د نارنج ګل مشاعرې یوې شمېر ګډونوال وايي، نارنج ګل مشاعره د هېواد د کلتور ژوندي ساتلو تر څنګ د هېوادوالو د یووالي یو مهم سمبول هم یادېدلی شي.
سږنۍ د نارنج ګل مېله او مشاعره چې له لسګونو کلونو راهیسې ننګرهار کې ترسره کېږي، ۶۱ مشاعره ده، چې ترسره کېږي.