Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

اسټرالیا کې د لومړي ځل لپاره یوه مېرمن د پوځ د مشرې په توګه وټاکل شوه.
۲۴ حمل ۱۴۰۵

اسټرالیا کې د لومړي ځل لپاره یوه مېرمن د پوځ د مشرې په توګه وټاکل شوه.

د اسټرالیا حکومت د دغه هېواد د پوځ په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره یوه مېرمن د پوځ د مشرې په توګه ټاکلې ده. دا بدلون د دفاعي ځواکونو د رهبرۍ د نوې ټاکنې (بدلون) په چوکاټ کې شوی دی.

د یاد هېواد حکومت نن دوشنبه، اپرېل ۱۳مه، په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې ډګر جنراله سوزن کویل چې اوس مهال د ګډو وړتیاوو مشره ده، د جولای له میاشتې څخه به د پوځ د مشرې په توګه دنده پیل کړي. هغه به د ډګر جنرال سایمن سټوارټ ځای ونیسي.

د استرالیا لومړي وزیر انتوني البانیزي ویلي: «له جولای څخه به موږ د استرالیا د پوځ د ۱۲۵کلن تاریخ په اوږدو کې د لومړي ځل لپاره یوه ښځینه د پوځ مشره ولرو.»

د دفاع وزیر ریچارډ مارلس دا ټاکنه «یو ژور تاریخي ګام» بللی او ویلي یې دي: «لکه څنګه چې سوزن راته وویل، انسان هغه څه نه شي کېدای چې نه یې ویني. د هغې دا بریا به هغو ښځو ته ډېر الهام ورکړي چې اوس په پوځ کې خدمت کوي او یا غواړي په راتلونکې کې ورسره یوځای شي.»

سوزن کویل چې ۵۵کلنه ده، په ۱۹۸۷کال کې پوځ ته داخل شوې او د رهبرۍ ګڼ مهم پوستونه یې لرلي دي. د مارلس په وینا، هغه به لومړنۍ ښځه وي چې د پوځ له هرې څانګې څخه د یوې څانګې مشري پر غاړه اخلي.

اوس مهال ښځې د استرالیا د دفاعي ځواکونو شاوخوا ۲۱سلنه جوړوي او ۱۸.۵ سلنه د لوړو رهبرۍ پوستونه لري. پوځ هدف ټاکلی چې تر ۲۰۳۰کال پورې د ښځو ګډون ۲۵سلنې ته ورسوي.

تېر اکتوبر کې د استرالیا د دفاعي ځواکونو پر ضد یوه ډله‌ییزه قضیه هم ثبت شوې وه چې په‌کې ادعا شوې، پوځ د زرګونو ښځینه افسرانو د جنسي تېري، ځورونې او تبعیض پر وړاندې کافي ساتنه نه‌ده کړې.

همداراز، حکومت د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د سمندري ځواکونو اوسنی مشر، وایس اډمیرل مارک هامونډ، به د دفاعي ځواکونو عمومي مشر شي او د اډمیرل ډېوېډ جانسټن ځای به ونیسي. د سمندري ځواکونو د مرستیال مشر، ریر اډمیرل مېتیو بکلې، به د سمندري ځواکونو مشري پر غاړه واخلي.

مطالب

اسټرالیا کې د لومړي ځل لپاره
یوه مېرمن د پوځ د مشرې په توګه وټاکل شوه

دا خبر نورو سره شریک کړئ