Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

لوګر کې د کرکټ «انټرکلب» سیالۍ پای ‌ته ورسېدې.
۲۹ سنبله ۱۴۰۴

لوګر کې د کرکټ «انټرکلب» سیالۍ پای ‌ته ورسېدې.

د لوګر د کرکټ مسوولین وایي چې د دغه ولایت د کرکټ انټرکلب ۵۰ اوريزې رسمي سیالۍ چې ۴۵ ورځې مخکې پیل شوې وې، نن د «همت» لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د لوګر د کرکټ امریت امر حشمت‌الله ستانکزي زینت راډیو ته وویل، دغه سیالۍ د ۱۶ لوبډلو ترمنځ جوړې شوې وې چې پایلوبې ته یې همت او افریدي لوبډلو لاره موندلې وه او همت لوبډلې وکولای شول چې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۴۱ منډو په توپیر ماته ورکړي.

هغه زیاته کړه چې یادې سیالۍ ولایتي لوبډلې ته د پياوړو لوبغاړو د غوراوي، د کرکټ لوبې ته د ودې ورکولو، د ورشکارانو ترمنځ د تجربو شریکولو او همغږي په موخه جوړې شوې وې.

بلخوا، د یادو سیالیو یوه تن لوبغاړي کریم‌الله  وویل، خوښ دی چې د کرکټ بورډ ادارې له لوري په رسمي سیالیو کې یې ونډه واخيسته او ټینګار کوي چې د لوګر د کرکټ امریت دې ولایتي لوبډلې لپاره مسلکي او وړ کسان غوړه کړي.

هغه دغه راز د کرکټ بورډ پر ادارې هم غږ وکړ چې په دغه ولایت کې د کرکټ برخې پرمختګ ته ځانګړې پاملرنه وکړي او د لوبغاړو د ظرفیت لوړونې، وسایلو او همدارنګه د رسمي لوبو ترسره کولو برخه کې شته ستونزو ته رسېدنه ‌وکړي.

د یادونې ده، انټرکلب د کرکټ رسمي سیالۍ هر کال د افغانستان د کرکټ بورډ ادارې له لوري د ولایتونو په کچه ترسره کېږي چې موخه یې د ولایتونو په کچه د کرکټ لوبډلو لپاره د وړ کسانو غوراوی ده.

مطالب

لوګر کې د کرکټ «انټرکلب»
سیالۍ پای ‌ته ورسېدې.

دا خبر نورو سره شریک کړئ