Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

کولمبیا کې د الوتکې لوېدو له امله ۱۵کسان وژل شوي.
۹ دلو ۱۴۰۴

کولمبیا کې د الوتکې لوېدو له امله ۱۵کسان وژل شوي.

د کولمبیا چارواکو اعلان کړی چې د دې هېواد په شمال‌ختیځ کې د یوې الوتکې د غورځېدو له امله لږترلږه ۱۵ کسان وژل شوي چې په وژل شویو کې یو قانون‌جوړونکی هم شامل دی.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، دغه الوتکه پرون چهارشنبه، جنورۍ ۲۸مه، د کولمبیا په شمال‌ختیځ سیمه کې لوېدلې ده.

 راپور زیاتوي چې د کولمبیا د هوايي ترافیک د کنټرول مرکز له الوتنې شاوخوا ۱۲ دقیقې وروسته له یادې الوتکې سره اړیکه له لاسه ورکړې.

د کولمبیا د چارواکو په وینا، الوتکه د ونزویلا پولې ته څېرمه د «کوکوتا» ښار څخه د دې هېواد د «اوکانیا» ښار پر لور روانه وه.

تر اوسه د دې پېښې د لامل په اړه نور جزییات نه دي خپاره شوي، خو د ژغورنې ډلې سیمې ته رسېدلي او د پلټنو بهیر پیل شوی دی.

مطالب

کولمبیا کې د الوتکې لوېدو
له امله ۱۵کسان وژل شوي.

دا خبر نورو سره شریک کړئ