Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

ملګرو ملتونو د اختر ورځو کې د کانګو ناروغۍ زیاتېدو څخه اندېښه ښوولې.
۴ جوزا ۱۴۰۵

ملګرو ملتونو د اختر ورځو کې د کانګو ناروغۍ زیاتېدو څخه اندېښه ښوولې.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان FAO د لوی اختر ورځو کې د قربانۍ څارویو له لارې د کانګو «وینه بهوونکې تبې» ناروغۍ د خپرېدو خطر زیاتېدو څخه اندېښنه ښوولې.

دغه سازمان نن دوشنبه پر اېکسپاڼه لیکلي: «د اختر په رانږدې کېدو د څارویو پېر او پلور زیات شوی او د کریمیا-کانګو وینه‌بهوونکې تبې ګواښ هم زیاتېږي.»

د خوړو او کرنې سازمان زیاته کړې چې د روغتیا نړیوال پروګرام او برتانیې په همکارۍ د ټول هېواد په سطحه د څارویو د دواپاشۍ کمپاینونه ترسره کوي.

د کانګو ناروغي یوه خطرناکه او وژونکې ویروسي ناروغي ده چې د کنې د چیچلو یا اخته څارویو د وینې سره د تماس له لارې انسانانو ته انتقالیږي.

دا ناروغي د شدیدې تبې، د بدن د دردونو او د وینې د بهېدو تبې لامل کېږي.

مطالب

ملګرو ملتونو د اختر ورځو کې
د کانګو ناروغۍ زیاتېدو څخه اندېښه ښوولې

دا خبر نورو سره شریک کړئ