لوګر کې بېوزلي ګڼشمېر ماشومان د زدهکړو پر ځای درنو کارونو ته اړ کړي.
۱۲کلن شفېعالله د اقتصادي ستونزو له امله د مرکز پلعلم ښار په سبزي منډوي کې پر درنو کارونو بوخت دی.
هغه وايي چې په سبزي مندوي کې په لاسي کراچۍ د خلکو درانه وزنونه له یوځای بل ځای ته لېږدوي او له دې لارې د ترلاسه شویو پيسو په وسیله د خپلې پنځه کسیزې کورنۍ لګښت پوره کوي.
هغه وویل: «زه د مرکز پل علم ښار اړوند اشان پور سیمې اوسیدونکې یم او د درې میاشتو راهیسې لاس کراچي چلوم، کله دوه سوه وګټم او کله درې سوه ګټم، وړاندیز مې دا ده چې مونږ د زدهکړو ترڅنګ د کار زمینه برابره شي.»
د شفېعالله ترڅنګ د پلعلم ښار سبزي منډوي کې لسګونه نور واړه ماشومان چې باید زدهکړې وکړي، اړ شوي چې درانه کارونو ته مخه کړي.
۹کلن صدیقالله هم یو له دغو ماشومانو دی او د اقتصادي ستونزو له امله یې ښوونځي پرېښی او په کور کې د ګټېوټې څوک نهلري.
نوموړي وایی، په ښار کې لاسي کراچۍ چلوي او هر ورځ له ۷۰ افغانیو نیولې تر سل افغانیو ګټه په لاس راوړي.
هغه پر حکومت او مرستندویه بنسټونو غږ کوي چې د لوګر کمعمره ماشومانو ته چې په ښار کې پر درنو کارونو بوخت دي، د زدهکړو ترڅنګ، د کار زمینه برابره کړي.
صدیقالله وویل: «کراچۍ چلوم، له مجبوریته راغلی یم، کور کې نور څوک د ګټې وټې نه لرم، دوه کاله کیږي چې دا کار کوم له سهار څخه مې تراوسه پورې ۷۰ افغانۍ ګټلي دي، زمونږ غوښتنه داده د زدهکړو او کار زمینه دې راته برابره شي.»
ټولنیز فعال قطبالدین وايي، هېواد کې بېوزلي او وزګارتیا د ډېری کورنیو په ژوند او اقتصاد ناوړه اغېزې کړی چې له امله یې لسګونه کورنۍ اړ شوي چې پر خپل کمعمره ماشومانو سخت او درانه کارونه وکړي.
نوموړي په د حکومت په اړونده ادارو غږ وکړ چې په دغه ولایت کې بېوزله او اړو کورنیو سره دوامداره مرسته وکړي او کمعمره ماشومان له درنو کارونو راوګرځوي.
هغه وویل: «تاسې باور وکړئ چې د لوګر د سبزۍ منډوي ته داسې ماشومان د کار لپاره راځي چې څوک به یې له خوبه هم راوېښ نهکړي. د دې ستونزې حل لپاره یوازې حکومت کولای شي چې مرسته وکړي، کله چې وګورئ چې یو ماشوم چې لاسي کراچې څخه یې وزن کم وي، ۱۵ منه یې بار کړي وي او دروند کار کوي، دا ماشومان ډيری یتمان، بې وزله او کورنیو سرپرستان دي.»
د لوګر د کار او ټولنیزو چارو رییس مولوی جانمحمد طلحه هم تاییدوي چې مرکز پلعلم او یوشمېر لروپرتو ولسوالیو کې ځينې کورنۍ په خپلو کمعمره ماشومانو د اقتصادي ستونزو له امله درانه کارونه کوي.
طلحه زیاته کړه چې هڅې یې پیل کړي، څو د همکاره موسسو په مرسته د هغو کورنیو اقتصادي ستونزې هوارې کړي چې خپل ماشومان یې د زدهکړو پر ځای سختو کارونو ته استولي دي.
نوموړي وویل: «لوګر کې رښتیا هم یو شمیر ماشومان په درنو کارونو بوخت دي او لامل یې هم داده چې لوګر ولایت کې د بې وزله، یتمانو او فقر ځپلو کورنیو شمیر لوړ ده، ددغه ماشومانو د زده کړو ترڅنګ مالي ملاتړ یې هم پکار ده او مونږ په دې اړه له بیلابیلو ادارو او مؤسساتو سره کار کوو.»
هېواد کې کلونه جګړې، فقر، ټولنیزې ستونزې او بېوزلي لامل شوې چې سلګونه زره ماشومان د خپلو کورنیو اړتیاوو پوره کولو لپاره درانه کارونه کوي.