لوګر کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د والېبال سیالۍ د کتبخېل لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د لوګر ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت او د والیبال فدراسیون له لوري د برکيبرک ولسوالۍ اړوند برکي راجان سیمه کې د مرکز او ولسوالیو په کچه د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ ترسره شوې، چې د کتبخېل لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د لوګر ولایت د بدني روزنې او ورزش آمر، انجنیر مزمل نعیمزي زینت راډیو وویل، دغه ټورنمنټ شاوخوا یوه میاشت دوام وکړ او پایلوبه یې د کتبخېلو او حاجي بصیر لوبډلو ترمنځ ترسره شوه.
د نوموړي په وینا، کتبخېل لوبډلې وتوانېده چې خپله سیاله لوبډله د درې مقابل صفر (۳–۰) ميدانونو په توپیر ماته کړي او د سیالیو اتلولي په خپل نوم ثبت کړي.
نعیمزي زیاته کړه، چې د دغو سیالیو موخه په لوګر ولایت کې د والیبال لوبې ته وده ورکول، د ځوانانو ترمنځ سالمو سیالیو ته زمینه برابرول او د نشهيي توکو پر وړاندې د ځوانانو مبارزه پیاوړې کول دي.
د یادونې وړ ده، چې د لوګر ولایت د المپیک، بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د روان کال په لړ کې د بېلابېلو ورزشي برخو ګڼ شمېر سیالۍ ترسره شوې دي، چې د ځوانانو له تود هرکلي سره مخ شوې دي.