Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د لوګر والي: دولتي او نړیوال بنسټونه دې بې‌وزلو سره دوامداره مرستې وکړي.
۴ حمل ۱۴۰۴

د لوګر والي: دولتي او نړیوال بنسټونه دې بې‌وزلو سره دوامداره مرستې وکړي.

د لوګر والي مولوي ضیاالرحمن مدني پل‌علم کې د شهیدانو له سل بې‌وزله کورنیو سره د نغدي او غیرنغدي مرستو د وېش پرمهال وویل، اړتیا ده چې دولتي او نړیوال بنسټونه د دغه ولایت د شهیدانو له کورنیو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

مدني وویل، لوګر  کې سلګونه د شهیدانو داسې بې‌وزله کورنۍ شتون لري چې له کمزوري اقتصادي وضعیت سره مخ دي او اړتیا ده چې د دوي لاسنیوی وشي.

هغه همدارنګه زیاته کړه، اوس د دولتي او غیردولتي بنسټونو له لوري چې کومې مرستې روانې دي، بې‌وزله کورنیو ته بسنه نه‌کوي او باید دغه مرستې دوه برابره زیاتې او دوامداره شي.

بل‌خوا د لوګر اړې او بې‌وزله کورنۍ وایي چې د کورنیو او نړیوالو بنسټونو له لوري ورسره شوې مرستې د دوي لپاره بسنه نه کوي او اړتیا ده چې بې‌وزله کورنیو دوامداره لاسنیوی وشي.

مطالب

د لوګر والي
دولتي او نړیوال
بنسټونه دې بې‌وزلو
سره دوامداره مرستې وکړي

دا خبر نورو سره شریک کړئ