Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

نيمروز کې د ترافیکي پېښې له امله درې‌ کسان مړه او درې نور ټپيان شوي.
۲۷ سنبله ۱۴۰۵

نيمروز کې د ترافیکي پېښې له امله درې‌ کسان مړه او درې نور ټپيان شوي.

د نیمروز په مرکز زرنج ښار کې د زرنج ـ دلارام پر لویه لار د دوو موټرو د ټکر له امله درې کسان مړه او درې نور ټپیان شوي دي.

د نیمروز د امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي ګل‌محمد قدرت پژواک ته وویل چې دغه ترافیکي پېښه د زرنج ـ دلارام لویې لارې د عمومي کنډک د لومړي ټولي اړوند د «ختیځ زنځیر» په سیمه کې شوې ده.
هغه د پېښې لامل د موټرچلوونکو بې‌احتیاطي وبلله او زیاته یې کړه چې امنیتي ځواکونه پر وخت د پېښې ځای ته رسېدلي او ټپیان یې د درملنې لپاره نږدې روغتیايي مرکز ته انتقال کړي دي.

مطالب

نيمروز کې د ترافیکي پېښې له امله
درې‌ کسان مړه او درې نور ټپيان شوي.

دا خبر نورو سره شریک کړئ