تېره اونۍ د اوسپنې پټلۍ لهلارې ۸۰ زره مټریک ټنه انتقالات شوي.
د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس وایي، تېره اونۍ د اسد مياشتي له ۲۴مې تر ۳۰مې د هېواد د اوسپنې پټلۍ له لارې ۸۰ زره او ۲۵۲ مټریک ټنه انتقالات شوي.
هغه نن (دوشنبه، سنبله ۳) وویل، دغه انتقالات د حیرتان، اقینې، تورغونډۍ او هرات-خواف اوسپنې پټلیو له لارې شوې.
د انتقالاتو له ډلې ۱۲۹ ټنه صادرات شوي چې معدني ډبرې دي.
د هغه په وینا، هر څومره چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، پرمختګ او ځان بسياينې ته لاره هواریږي.
د ټولګټو وزارت ویلي چې هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداګرو ته لا زياتې اسانتياوې برابرې کړي.