Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

لوګر کې د نظامیانو له نوم د ناوړه استفادې او غلا په تور درې کسان نیول شوي.
۳ میزان ۱۴۰۴

لوګر کې د نظامیانو له نوم د ناوړه استفادې او غلا په تور درې کسان نیول شوي.

 د لوګر امنیه قومنداني مسوولان وايي چې امنیتي او کشفي ارګانونو پل‌علم ښار کې دري کسان د ا.ا نظامیانو له نوم او نظامي وسایلو څخه د ناوړه ګټې‌اخېستنې او غلا په تور نیولي دي.

د دغه ولایت امنیه قومنداني ویاند مولوي احمدالله انس زینت راډیو ته وویل، دا کسان د لوګر  امنیه قومنداني د یوه ځانګړي راپور له مخې، نیول شوې دي.

هغه وویل، نیول شویو کسانو د کابل-لوګر پر لویه لاره له درېوو موټرو غلا کړې او همدارنګه په دې تورن دي چې د ا.ا نظامیانو له نوم او نظامي وسایلو څخه یې ناوړه ګټه اخېستلې ده.

انس زیاتوي، یادو کسانو په پکتیا او خوست ولایتونو کې هم له یوشمېر موټرچلوونکو په ناقانونه توګه پيسې اخیستې دي. نوموړي زیاته کړه، نیول شویو کسانو څخه پلټنې روانې دي او ډېر ژر به عدليي او قضایي ارګانونو ته وروپېژندل شي.

بل‌خوا د کابل-لوګر لوې لارې د یوه باروړونکي موټرچلوونکي قیس احمد پل‌علم ښار کې خبریالانو ته وویل، نیول شویو کسانو د ا.ا نظامیانو په نوم له ده څخه شاوخوا سل زره افغانۍ اخیستې دي.

دا موټرچلوونکی زیاتوي، یادو کسانو د اوږدې مودې راهیسې له موټر چلوونکو غیرې قانوني پیسې اخیستلې او ټینګار کوي چې امنتي ځواکونه دې یاد کسان قانون ته وسپاري.

هېره دې نه وي چې د لوګر ولایت امنتي ځواکونه له دې وړاندې هم د لوګر ولایت په محمداغې او مرکز پل علم کې یو شمیر کسان د غلا په تور نیولي وو.

مطالب

لوګر کې د نظامیانو له نوم
د ناوړه استفادې او غلا
په تور درې کسان نیول شوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ