Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

کرکټ؛ افغان ابدالیان لوبډله سریلانکا ته ولاړه.
۱۶ جوزا ۱۴۰۵

کرکټ؛ افغان ابدالیان لوبډله سریلانکا ته ولاړه.

د افغانستان کرکټ بورډ وایي، افغان ابدالیان لوبډله د هند او سریلانکا له الف لوبډلو سره د درې اړخیزې لوبلړۍ ترسره کولو لپاره سریلانکا ته ولاړه.

کرکټ بورډ د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي چې افغان ابدالیان لوبډله د هند او سریلانکا الف لوبډلو پر وړاندې په درې اړخیزه لوبلړۍ کې د ګډون په موخه نن سهار سریلانکا ته روانه شوه.

دغه‌راز، د سریلانکا، هند او افغانستان ترمنځ دغه درې اړخیزې یو ورځنۍ سیالۍ به د جون په نهمه په سریلانکا کې پیل شي او د همدې میاشتې تر ۲۱مې به دوام ولري.

د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، افغان لوبډله به په دغو سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه د جون په ۱۱مه د هند له الف لوبډلې سره ترسره کړي.

مطالب

کرکټ؛ افغان ابدالیان لوبډله
سریلانکا ته ولاړه

دا خبر نورو سره شریک کړئ