ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنه کې یو کس ژوند بایللی.
د ننګرهار ځايي مسوولان وايي، دغه ولایت کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې له امله یو ځوان خپل ژوند له لاسه ورکړی.
د ننګرهار د امنیې قومندانۍ ویاند سید طیب حماد وویل، پېښه تېره ورځ د سپینغر ولسوالۍ «مامندچینې» سیمه کې رامنځ ته شوې.
هغه وایي یاد ځوان غره ته د څارويو څرولو په موخه تللی وو چې مازدیګر مهال یې په غره کې یوه ناچاودلې مرمۍ ټکولې او پرې چاونه یې کړې ده.
د یادونې وړ ده چې د هېواد په ګڼ شمېر ولایتونو کې د تېرو جګړو د ناچاوده توکو د چاودنې له امله وخت ناوخت دا ډول پېښې رامنځته کېږي.