Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د لوګر روغتیایي مرکزونو لپاره د نږدې ۲.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت اړین تجهیزات برابر شول.
۱۵ اسد ۱۴۰۵

د لوګر روغتیایي مرکزونو لپاره د نږدې ۲.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت اړین تجهیزات برابر شول.


 د لوګر ولایت د عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي، چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) په مالي ملاتړ د نږدې ۲.۷ میلیونه افغانیو (۴۰ زره امریکایي ډالرو) په ارزښت طبي او غیر طبي تجهیزات، دفتري وسایل او نور اړین توکي چمتو شوي، چې ډېر ژر به اړوندو روغتیایي مرکزونو ته ووېشل شي.

د یاد ریاست مطبوعاتي مسؤل ډاکټر فهیم الله لودین زینت راډيو ته وویل، چې د یادو تجهیزاتو په وېش سره به د لوګر په روغتیایي مرکزونو کې؛ ناروغانو ته د خدمتونو کیفیت لوړ او د امکاناتو کچه پیاوړې شي.

په دغو تجهیزاتو کې طبي او غیر طبي وسایل، موټرسایکلونه، سولر سیسټمونه، بطرۍ، المارۍ، مېزونه، څوکۍ، کثافت دانۍ او نور اړین توکي شامل دي.
زینت راډيو - لوګر

مطالب

د لوګر روغتیایي مرکزونو لپاره د نږدې ۲.۷ میلیونه افغانیو
په ارزښت اړین تجهیزات برابر شول

دا خبر نورو سره شریک کړئ