Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

نورستان کې د ۱۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت بیروج وپلورل شول.
۴ اسد ۱۴۰۴

نورستان کې د ۱۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت بیروج وپلورل شول.

د نورستان ولایت د کانونو او پټرولیم ریاست مسوولینو ويلي، چې د دواب ولسوالۍ اړوند د ماوۍ له بېلابېلو کانونو ترلاسه شوې ګران بیه او نیمه ګران بیه ډبرې پرون د ازادې بولۍ له لارې د ۱۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت وپلورل شوې.

 د نورستان د کانونو او پټرولیم رییس سید الرحیم عمیر ویلي، چې په دغو ډبرو کې کونزایټ، بېروج، مارګنیټ او بلور شامل دي، چې ټولټال وزن یې ۸ ټنو ته رسېږي.

مطالب

نورستان کې د ۱۵۰ میلیونه افغانیو
په ارزښت بیروج وپلورل شول

دا خبر نورو سره شریک کړئ