خوست کې د کورنیو توليداتو او محصولاتو نندارتون پرانيستل شوی.
خوست کې د کورنیو او محصولاتو څخه د ملاتړ او بازارموندنې په موخه نندارتون پرانيستل شوی چې درې ورځې به دوام وکړي. دغه نندارتون نن دوشنبه، تلې پنځمه، پیل شوی او تر راتلونکو درېوو ورځو به دوام وکړي.
ياد نندارتون چې د سيکارام احمدي د بازارموندنې شرکت له لوري د صنعت او سوداګری رياست سره په ګډه جوړ شوی موخه يې د هېواد کورنیو توليداتو او کرنیزو محصولاتو څخه ملاتړ او بازار پيدا کول دي.
د ياد نندارتون یوه جوړونکي ذبيح الله احمدي وويل چې په دغه نندارتون کې تر سل پورې غرفو کې داخلي توليدات، زراعتي محصولات او ځينې تخنيکي جوړ شوي شيان نندارې ته اېښودل شوي.
هغه وويل«نن ورځ چې دا ملي نندارتون جوړ شوی په سل غرفو کې داخلي صنعتي توليدات، زراعتي محصولات لکه لبنيات، تخنکي وسايل او ځينې نور شیان اېښودل شوي.دا ډول نندارتون خلک له خپلو داخلي توليداتو سره اشنا کوي او باور يې پرې زياتوي.»
په ورته مهال یوشمېر توليدي او زراعتي محصولاتو شرکتونو مسوولان هم د ياد نندارتون په جوړېدو خوښي څرګندوي.
د يوه توليدي شرکت مسول نصيبالله چې خپل توليد شوي توکي يې په يوه غرفه کې نندارې ته وړاندې کړي، وويل چې دا ډول نندارتون کولای شي، په داخلي توليداتو د خلکو باور زیات کړي.
هغه وويل چې په تېرو کلونو کې هم دا ډول نندارتونو کې ګډون له دوي سره بازارموندنې برخه کې ډېره مرسته کړې وه.
د ياد نندارتون يو بل ګډونوال نعيم افغان چې د لبنياتو د پروسس او بسته بندي شرکت لري، وويل چې دا ډول نندارتون به په بهرنيو توکو د خلکو تکيه راکمه کړي.
هغه له خلکو غوښتنه وکړه چې د بهرنيو توکو په نسبت داخلي توکي باکيفيته او تازه جوړيږي چې استفاده يې ګټه لري. د نوموړي په وینا، زياتره لبنيات چې افغانستان ته راخي په غیرمعياري توګه په موټرو کې راوړل کېږي او د ګټې پر ځای تاوان لري.
د ياد نندارتون يوشمېر نورو ګډونوالو غوښتنه وکړه چې حکومت دې ورته په نړيوالو نندارتونونو کې د ګډون زمينه برابره او د دوی توليداتو او محصولاتو ته دې له هېواده بهر مارکيټ پيداکولو کې مرسته وکړي.