Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

ننګرهار کې د ماین چاودنې له امله درېو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
۲۵ جوزا ۱۴۰۴

ننګرهار کې د ماین چاودنې له امله درېو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د ننګرهار امنیتي مسوولین وایي، چې د دغه ولایت د کامې ولسوالۍ اړوند په میرزاخېلو کلي کې د یوې ناچاودې مرمۍ په چاودنه کې یو ۱۶ کلن هلک مړ شوی او خور او ورور یې ټپيان دي.

د ننګرهار د امنیې قومندانۍ ویاند، سید طیب حماد وايي، پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې ماشومان له دغې ناچاودې مرمۍ سره په لوبو بوخت وو.

مطالب

ننګرهار کې د ماین چاودنې
له امله درېو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

دا خبر نورو سره شریک کړئ