Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

کابل ښار کې د درېیو سوداګریزو مارکېټونو جوړولو طرحې تایید شوې.
۳ جوزا ۱۴۰۵

کابل ښار کې د درېیو سوداګریزو مارکېټونو جوړولو طرحې تایید شوې.

د ریاست‌الوزا اقتصادي معاونیت ویلي، د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه کې کابل ښار کې د درېیو سوداګریزو مارکېټونو د جوړولو طرحې تایید شوې.

اقتصادي معاونیت نن یکشنبه جوزا ۳ مې ۲۴ پر اېکسپاڼه لیکلي چې دغه سوداګریز مارکېټونه به د کابل ښار لومړۍ ناحیه کې د مالیې وزارت پر ځمکه جوړ شي.

خو یاد معاونیت په دې اړه ډېر جزییات نه دي ورکړي.

همداراز د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې غونډې ته د کابل ښار یوولسمه ناحیه کې هم د سوداګریز مارکېټ د جوړولو طرحه د بحث لپاره وړاندې شوه چې د مالي، تخنیکي او اقتصادي اړخونه څیړلو لپاره اړوند ادارو ته راجع شوې ده.

مطالب

کابل ښار کې د درېیو سوداګریزو
مارکېټونو جوړولو طرحې تایید شوې

دا خبر نورو سره شریک کړئ