Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

خوست کې د پاکستان بریدونو پرمهال ۱۰ ملکیانو ته مرګژوبله اوښتې.
۲۵ حوت ۱۴۰۴

خوست کې د پاکستان بریدونو پرمهال ۱۰ ملکیانو ته مرګژوبله اوښتې.

خوست کې د پاکستاني پوځ له لوري د توپ او هاوان بريدونو کې ۳ ملکیان شهیدان او ۷ نور ټپیان شوي.

د خوست ولایت مقام وياند مستغفر ګربز وویل، د سپېرې ولسوالۍ اړوند «افغان دوبۍ» سیمه کې د يکشنبې په شپه د پاکستاني پوځ له لوري د عامو خلکو په کورونو د هاوانونو او توپونو بريدونه شوي.

هغه وويل، د دغو بريدونو پايله کې دوه ماشومان شهيدان شوي او دوه تنه نور ټپیان شوي.

همدارنګه تېره شپه ماخوستن شاوخوا ۹:۰۰ بجې د ځاځي‌میدان ولسوالۍ بازار، مرکزي کلینیک او د عطاخېلو کلي ته د پاکستان له خوا د ډي‌سي توپ مرمۍ ویشتل شوي چې له امله یې د يوې ښځينه په ګډون څلور تنه ټپیان شوي.

ګربز زياتوي چې د ټپیانو له منځه د دوو کسانو وضعیت د اندېښنې وړ دی.

د خوست ولايت مقام وياند زیاتوي چې تېره شپه ۱۲ بجې ګربزو ولسوالۍ کې په «نري» کلي هم د پاکستان له لوري د هاوانونو مرمۍ توغول شوي چې له امله یې یوه ښځه شهيده او يوه بله او يوه ماشومه ټپي شوې ده.

د خوست مسوولانو په وینا، دغو بريدونو کې د عامو خلکو يو شمېر کورونه هم تخريب شوي دي.

مطالب

خوست کې د پاکستان
بریدونو پرمهال
۱۰ ملکیانو ته مرګژوبله اوښتې

دا خبر نورو سره شریک کړئ