د کندوز د کرنې ریاست مسوولان وایي چې په دې ولایت کې د ملخانو پر ضد د مبارزې کمپاین په څو ولسوالیو کې پیل شوی، څو د کرنیزو حاصلاتو د زیان مخه ونیول شي.
دغه کمپاین پرون یکشنبه (د وري۱۶مه، ۱۴۰۵) د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د لارښوونې له مخې پیل شوی دی.
د کندوز د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي نیازمحمد عابد، ویلي چې د ملخانو پر ضد عملیات په امامصاحب، دشت ارچي او اقتاش ولسوالیو کې، همدارنګه د ولایت د مرکز په دښتي سیمو کې روان دي.
د ده په وینا، په دې کمپاین کې کیمیاوي او میخانیکي لارې چارې کارول کېږي.
هغه زیاته کړه چې په علياباد او چهاردره ولسوالیو کې هم د ملخانو وضعیت څېړل کېږي او که اړتیا پېښه شي، هلته به هم د مبارزې عملیات پیل شي.