Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

لوګر کې په ۲۳ میلیونه افغانیو یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوه.
۸ اسد ۱۴۰۴

لوګر کې په ۲۳ میلیونه افغانیو یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوه.

د لوګر پوهنې ریاست مسوولان وایي چې د ملګروملتونو د کډوالۍ نړیوال سازمان (UNHCR) له لوري د دغه ولایت مرکز پل‌علم ښار اړوند د کډوالو په ښارګوټي کې د ۲۳ میلیونه افغانیو په مالي لګښت د «صلاح‌الدین ایوبي» په نوم یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه او نن «چهارشنبه، زمري اتمه» په رسمي توګه ګټې‌اخېستنې ته وسپارل شوه.

د یاد ښوونځي ودانۍ پرانېستې مراسمو کې د پوهنې او کډوالو چارو وزارتونو استازو سربېره د لوګر محلي چارواکو او قومي مشرانو هم ګډون کړی وو.

د لوګر پوهنې ریاست ریيس مولوي عبدالرحمن حمیدي جوړو شویو مراسمو ته وویل، د دغه ښوونځي نوې ودانۍ په پاخه او اساسي ډول په دوو پوړونو کې د پوهنې وزارت یوې مرستندویې ادارې په یو جریب ځمکه کې جوړه کړې ده، شاوخوا ۲۳ میلیونه افغانۍ پرې لګښت راغلی او چارې یې د یوه کال په موده کې بشپړې شوې دي.

حمیدي زیاته کړه، دغه جوړه شوې ودانۍ ۱۶ درسي ټولګي، ۵ اداري خونې، د غونډو تالار، کمپېوټر لېب ، لابراتوار ، د لمریزې برښنا او اوبو رسولو منظم سسټمونه، د اوبو څاه، د لاس مینځلو ځانګړي ځایونه، کانکریټي کثافت دانۍ، احاطوي دېوال، سپورټي میدانونه، شنې او تفریحي ساحې، د اوبو کانکریټي او اوسپنېزې ذخیرې، پلې کانکریټي لارې، لس غرفې عصري تشنابونه ، سپټیک څاه او نور اړین ملحقات لري.

هغه همدارنګه زیاته کړه، د صلاح‌الدین ایوبي لومړنی ښوونځی دوه کاله مخکې د پوهنې وزارت له‌خوا راستنو شویو افغان کډوالو ماشومانو ته تاسیس شوی، دامهال پکې شاوخوا۷۰۰ کډوال زده‌کوونکي پر زده‌کړو بوخت دي چې د نوې ودانۍ په ګټې اخیستو سره په یوه وخت کې شاوخوا ۸۰۰ زده کوونکو ته د زده کړو مناسب چاپېریال برابر شو.

بل‌خوا د لوګر مرستیال والي مولوي محمدانور دین پرور وویل، په تېرو څو وروستیو کالونو کې اسلامي امارت د پوهنې په برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې لري.

هغه ټینګار وکړ چې دغه لاسته راوړنې د ولس لپاره بسنه نه کوي، پوهنې وزارت او نړیوالو بنسټونو ته پکار ده چې په لوګر ولایت کې شته ښوونځيو ته معیاري ودانۍ جوړې کړي او پوهنې بهیر سره دوامداره مرسته وکړي.

هېره دې نه وي چې تېره اونۍ هم د  ملګرو ملتونو وجهي صندوق(UNFPA) له لوري د پنځه ښوونځيو ودانۍ د پنځه سوه زره امریکايي ډالرو په ارزښت ګټې اخېستنې ته وسپارل شوې.

مطالب

لوګر کې په ۲۳ میلیونه افغانیو
یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوه

دا خبر نورو سره شریک کړئ