Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د مالیې وزارت: سږکال صادراتو کې ۱۳.۵ سلنه زیاتوالی راغلی.
۲۷ سنبله ۱۴۰۴

د مالیې وزارت: سږکال صادراتو کې ۱۳.۵ سلنه زیاتوالی راغلی.


د مالیې وزارت ویلي چې د روان کال لومړیو پنځو میاشتو کې د تېر کال د ورته مودې په پرتله صادراتو کې ۱۳.۵ سلنه او د ټرانزیټ په کچه کې ۲۴.۵ سلنه زیاتوالی راغلی.

دغه وزارت نن پنجشنبه یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د هېواد په ګمرکونو کې د رامنځ ته شویو اسانتیاوو په دلیل، د روان ۱۴۰۴ کال لومړیو پنځو میاشتو کې د صادراتو او د هېواد له ګمرکونو بهر ته ټرانزیټ کې د پام وړ زیاتوالی راغلی.

خبرپاڼه کې ویل شوي چې د تېر ۱۴۰۳ کال لومړیو پنځو میاشتو کې ۴۳ زره او ۱۱۵ محمولې صادرات شوي، خو د روان ۱۴۰۴ کال لومړیو پنځو میاشتو کې ۴۸ زره او ۹۲۸ محمولې صادرات شوي چې په دې اساس، د تېر کال په پرتله ۱۳.۵ سلنه زیاتوالی ښيي.

د خبرپاڼې له مخې، د روان ۱۴۰۴ کال لومړیو پنځو میاشتو کې د بهرني ټرانزیټ په برخه کې ۱۳زره او ۱۹۸ محمولې ټرانزیټ شوي، خو تېر کال ورته موده کې ۱۰ زره او ۶۰۱ محمولې ټرانزیټ شوی چې ۲۴.۵ سلنه زیاتوالی ښيي.

د مالیې وزارت د مالوماتو پر اساس، تر ټولو ډېر صادرات پاکستان، هند، قزاقستان، متحده عربي امارات، اوزبیکستان او ترکیې ته شوي او ټرانزیټ هم پاکستان اوزبیکستان، ترکمنستان، تاجیکستان او ایران ته شوی دی.

مطالب

سږکال صادراتو کې
۱۳.۵ سلنه زیاتوالی راغلی

دا خبر نورو سره شریک کړئ