کندهار کې په ۳۶ میلیون افغانۍ د اوبو چکډېم جوړ شو.
د کندهار ځايي مسوولان وايي، د څه باندې ۳۶ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو ذخیره کولو دغه چکډېم د تختهپُل ولسوالي «بیانزو» سیمه کې د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام UNDP په مالي ملاتړ جوړ شوی.
د کندهار د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ ریاست د طبیعي سرچینو آمریت مسول محمد حامد سعادت وویل، یاد چکډېم د لسو میاشتو په موده کې په معیاري او اساسي ډول جوړ شوی چې د «بیانزو» سیمې زرګونه اوسېدونکي به ترې ګټه پورته کړي.
ښاغلی سعادت زیاتوي چې دغه چکډېیم ۸۲ متره سور، ۱۶.۵ متره جګوالی او ۲۴۵ متره اوږدوالی لري.
د هغه په وینا، دغه بند د ۲.۵ میلیون متر مکعب اوبو زېرمه کولو ظرفیت لري او د جوړېدو پر مهال یې ۱۰ کسانو ته فني او ۳۰ کسانو ته غیر فني دندې برابرې شوې وې.
د تختهپُل ولسوالي د «بیانزو» سیمې اوسېدونکي د اوبو ذخیره کولو دغه چکډېم له جوړېدو څخه خوښي ښيي او وايي، کلونو راهیسې د اوبو له کمښت سره مخ وو او اوس یې ژوند ته نوې هیله پیدا شوې ده.
د هغوی په وینا، د دې چکډېم په جوړېدو سره به نه یوازې د هغوی کروندې خوندي کېږي، بلکې د څارویو لپاره به هم کافي اوبه برابریږي.
د مسوولانو په وینا، له دې وړاندې هم د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو نړیوال سازمان (FAO) په مالي مرسته، د کندهار شپږو ولسوالیو کې ۹ چکډیمونه او ۲ حوضونه جوړ شوي دي.
د کندهار د کرنې ریاست مسوولان زیاتوي چې د اوبو ذخیره کولو دا ډول پروژې به نه یوازې د کرنې ودې ته زمینه برابره کړي، بلکې د وچکالۍ له ګواښ سره مخ سیمو ته به د دوامداره ثبات دروازه هم پرانیزي.