Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د کرکټ شل‌اوریز جام؛ افغانستان نن کاناډا سره لوبه لري.
۳۰ دلو ۱۴۰۴

د کرکټ شل‌اوریز جام؛ افغانستان نن کاناډا سره لوبه لري.



د افغانستان کرکټ ملي لوبډله نن پنجشنبه د کرکټ نړیوال شل‌اوریز جام سیالیو کې خپله وروستۍ لوبه د کاناډا په وړاندې ترسره کوي.

دغه لوبه د ماښام په ۶ بجو د هند په چینای ښار کې ترسره کیږي.

دا د ۲۰۲۶ کال د کرکټ شل‌اوریز نړیوال جام سالیو کې د افغانستان څلورمه او وروستۍ لوبه ده.

افغانستان خپله لومړۍ او دویمه لوبه نیوزیلنډ او سویلي افریقې ته بایللي او یوازې له متحده عربي اماراتو یې ګټلې چې اتو غوره لوبډلو ته له لاره پیدا کولو څخه پاتې شو.

د کرکټ شل‌اوریز جام اتو غوره لوبډلو پړاو ته هند، سویلي افریقې، زیمبابوې، نیوزیلنډ، سریلانکا، انګلنډ، وېسټ‌انډیز او پاکستان لوبډلې وتلي دي.

مطالب

د کرکټ شل‌اوریز جام؛
افغانستان نن کاناډا سره لوبه لري.

دا خبر نورو سره شریک کړئ