Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

ملي موزیم کې د رغنیزو او ترمیماتي پروژو چارې پیل شوې.
۸ جوزا ۱۴۰۴

ملي موزیم کې د رغنیزو او ترمیماتي پروژو چارې پیل شوې.

د ملي موزیم مسوولین وایي، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتو د علمي، فرهنګي او تعلیمي سازمان په مالي ملاتړ د ملي موزیم د څو رغنیزو او ترمیماتي پروژو چارې پيل شوې دي. 

د سرچینې د مالوماتو له مخې په دغو پروژو کې د اوبو ذخیرې بیارغونه، د زړو او تاریخي وسایطو او موټرو لپاره د ځانګړي نندارتون جوړول، د تاریخي آثارو نندارې د صالونونو ترمیم، د اوبو رسونې سیسټم ترمیم، د برېښنا شبکې اصلاح او نورې برخې شاملې دي چې د څه باندې ۱۴۸ زره امریکایي ډالرو په ارزښت، د جهان له ساختماني شرکت سره قرارداد شوې دي.

مطالب

ملي موزیم کې
د رغنیزو او ترمیماتي
پروژو چارې پیل شوې

دا خبر نورو سره شریک کړئ