اقلیمي بدلون د لوګر اوسېدونکي اغېزمن کړي.
د لوګر اوسېدونکي وايي چې اقلیمي بدلون، د بارانونو کموالی او د هوا د تودوخې زیاتوالی د هغوی پر کرنیزو حاصلاتو، د اوبو سرچینو او اقتصادي وضعیت بد اغېز کړی دی.
دوی پر نړیوالو بنسټونو او دولتي ادارو غږ کوي چې د اقلیمي بدلون د ناوړه اغیزو په اړه د خلکو پوهاوي کچه لوړه او له زیانمنو شویو کورنیو سره په دوامداره توګه مرستې وشي.
بلخوا د لوګر مسوولان هم تاییدوي چې اقلیمي بدلون لوګر کې پر خلکو ناوړه اغېزې کړی، خو ټینګار کوي چې اقلیمي بدلون یوه نړیواله ستونزه ده او اړتیا ده چې د ملګروملتونو په کچه په دې اړه تصمیم ونیول شوي.
د لوګر اوسېدونکي عبدالرحمن او حضرت یاسین چې د کورنیو اقتصاد یې پر کرنیزو توکو ولاړ دی، وايي چې سږکال د غنمو، وربشو، سبزیجاتو او مېوو حاصلات د تېرو کلونو په پرتله په څرګنده توګه کم شوی دی.
دوی زیاتوي چې د موسم ګډوډي، ناوخته بارانونه، وچکالي او د موسمي آفتونو سره د مبارزې وسایلو نشتوالی، خلک دې ته اړ کړي چې خپلې خاورې پرېږدي.
عبدالرحمن وویل: «لوګر کې اقلیمي بدلون، وچکالۍ، ګرمۍ د خلکو ډیری فصلونه له مینځه یوړل او شته وضعیت په دغه ولایت کې په ټولو اوسیدونکو په ځانګړې توګه په بزګرانو ناوړه اغیزې کړي دي او زیان مو لیدلی ده.»
یاسین وویل: «د اوبو برمي مو ټولې وچې شوې دي، فصلونه مو له مینځه تللي دي او یوازې ډاګ پاتې ده، سږ کال مو چې کومه خواري او لګښتونه کړي دي دا ډول هسې ولاړل.»
د لوګر د اوبو او انرژۍ ریاست تخنیکي سلاکار انجنیر فضلالرحمن عمرزي وویل، لوګر کې د اوبو کچه ورځ تر بلې ټيټېږي او د ځنګلونو پرېکولو دا ستونزه لاهم کړکېچنه کړې ده.
د هغه په خبره، هغه سیمې چې ځنګلونه لري، باران ښه جذبوي؛ خو په کمو ځنګلي سیمو کې باران په سطحي اوبو بدلېږي چې کنټرول یې خورا ستونزمن دی.
نوموړی زیاتوي چې که کاريزونه پاک او بندونه جوړ نه شي، د اوبو ضایعات به زیات او اقلیم به لا خراب شي.
نوموړي وویل: «هغه سیمو کې چې نباتي پوښښ نه وي، وني نه وي ځنګلات نه وي د اوبو سحطه ورځ له بلې مخ په ښکته کیدو ده او په ولس یې اغیزې ورځ په ورځ زیاتیږي.»
بل لور ته، د دغه ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست مطبوعاتي مسؤل عبدالبصیر شاهد همراز وايي، د هوا د تودوخې له لوړېدو سره د اوبو مصرف هم زیات شوی چې د هېواد په کچه د اوبو کچه راټیټوي. هغه زیاتوي، چې ځینې بزګران داسې کښتونه کوي چې ډېرې اوبه غواړي، او دا د زیرمو د کمېدو سبب ګرځي.
د ده په وینا، د اسلامي امارت له لوري دوی ته لارښوونې شوي او د ځمکې لاندې اوبو د ساتنې طرحه هم چمتو شوې ده.
هغه وویل:«لوګر یو له هغه ولایتونو څخه ده چې بزګران یې هغه بوټي کري چې ډېرو اوبو ته اړتیا لري او په دې کچه اوبه شتون نه لري او ورځ له بلې اقلیمي بدلون په بزګرانو ناوړه اغیزې کوي.»
د لوګر د چاپېریال ساتنې ریاست رئیس مولوي محمد کریم مهاجر وايي، په چاپېریال ساتنه کې مهم ګامونه پورته شوي، په بازارونو او هوټلونو کې د ګازو سیستمونه فعال شوي او په بېلابېلو سیمو کې هر کال له یو لک څخه ډېر نیالګي اېښودل کېږي، چې د هوا د ککړتیا په کمولو کې اغېز لري.
نوموړی زیاتوي چې د چاپېریال ساتنې شوراګانې هم جوړې شوې، چې د ځنګلونو ساتنه، ښکار مخنیوی او د طبیعت د خوندي کولو په چارو کې مرسته کوي.
«د لوګر له اوسیدونکو مو غوښتنه داده چې د کرکېلې په برخه کې له قطريي سیستم څخه کار واخلي او د اقلیمي بدلون، اوبو سطحې کمښت او همدارنګه د چاپیریال ساتنې برخه کې له شته ادارو سره همکاري وکړي. »
د یادونې وړ ده چې تېرو جګړو، د خلکو له لوري د ځنګلونو پرېکولو او د اوبو بېرحمانه مصرف، نه یوازې لوګر، بلکې د ټول هېواد چاپېریال له سختو خطرونو سره مخ کړی دی.